Select/Deselect all list
Click on the keyboard if you do not have the correct keyboard layout.
مختصات افغانستان
نوع محتوامعلومات مکملتربیوگرافی مختصرتصویراسم یا کلمه
محققین و مؤلفیند ښاغلي عبدالباري جهاني لنډ ژوندلیک

​د افغانستان نومویالی شاعر، لیکوال، مورخ او ژورنالیست، ښاغلی عبدالباري جهاني د ارواښاد حاجي عبدالاحمد زوی په ۱۹۴۸مېلادي کال، د کندهار ښار د باميزو په کوڅه کي زېږېدلی دی، میرویس نیکه لېسه یې ویلې، په ۱۹۷۲م، د ادبیاتو د پوهنځي د تاریخ او جغرافیې څانګي څخه فارغ سوی، په پښتو ټولنه کي؛ د کابل مجلې د مدیریت او بیا د پوهني په وزارت کي د بهرنیو مرستو تر دوه کلن مدیریت وروسته د لس میاشتنیو لوړو زده کړو په موخه لبنان ته تللی.
د بېروت څخه د راستنېدلو سره سم یې د افغانستان د علومو اکاډمۍ د غړي په توګه کار پیل کړی، په ۱۹۸۱م، کي پېښورته کډه سوی، تر دوه کاله علمي او ژورنالیستیک کار وروسته یې د امریکا ږغ راډیو سره د دندي پر اساس امریکا ته کډه کړې، د امریکا ږغ راډیو په مرکزي دفتر (واشنګټن ډي سي) کي یې اووه ویشت کاله د ویاند، ایډیټر او پروډیوسر په توګه کار کړی دی.
/هارون حکیمی

باری جهانی