Select/Deselect all list
Click on the keyboard if you do not have the correct keyboard layout.
قاموس بایوگرافیکی افغانستان
نوع محتوامعلومات مکملتربیوگرافی مختصرتصویراسم
قاموس بایوگرافیکی افغانستانسرنوشت سیاسی میر اکبر خیبر

میر اکبر خیبر  ​په ۱۹۲۵ز کال کې په لوگر کې زېـږېـدلی دئ. د کابل حربي ښوونځي او پوهنتون ته تللی او په ۱۹۴۷ز کال کې فارغ سوی دی؛ زنداني سو او شـپـږ کاله ﺌـې په زندان کې تـېـر کړل، ۱۹۵۰. د پولیسو د اکاډیمۍ ښوونکی او کیڼ لاسی وو. پرچمیانو به ورته د «استاد» خطاب کاوﮤ. له ۱۹۵۵ تر ۱۹۶۵ز کال پورې د کورنیو چارو د وزارت مأمور. له ۱۹۶۵ تر ۱۹۷۵ز کال پورې د پکتیا ولایت ته تبعید سو. په ۱۹۵۲ز کال کې ﺌـې په زندان کې له ببرک کارمل سره ولیدل. خـیـبر د افغانستان د خلق ډیموکراتیک گوند یو له بنسټ ایښودونکو څخه وو او د مرکزي کمـېـټې غړی وو. وروسته د پرچم د جناح غړی او په وسله وال ځواک کې د فعالیت مسؤول سو. خـیـبر د پرچم د ډلې ایدیولوگ وو. د ۱۹۷۸ز کال د اپریل د میاشتې په ۱۷ نـېـټې یوه ورځ وروسته له دې چې د بگرام له هوايي ډگر څخه ﺌـې لیدنه کړې وه، ووژل سو. [ ]  (د پرچمیانو د نشراتو پر بنسټ خـیـبر د حفیظ الله امین د "بانډ" په وسیلې او د نورو سرچینو پر بنسټ د "داؤودیستانو" له لوري ووژل سو.) د خیبر وژل کـېـدلو او د افغانستان د خلق ډیموکراتیک گوند د غړو زنداني کـېـدلو د ۱۹۷۸ز کال د اپریل د میاشتې په ۲۷ نــېـټې د غوايي د پاڅون اور بل کړ. د بالاحصار د غرﮤ په لمن کې خاورو ته وسپارل سو. خیبر د سلیمان لایق له خور سره وادﮤ کړی وو.
لیکوال: لودویگ آدمک
ژباړونکي: رحمت آریا

میر محمد اکبر خیبر در سال (1304 ش ــ 1925 م)  در ولسوالی پل علم ولایت لوگر در خانواده ای دهقانی به دنیا آمد. او بعد از تحصیلات ابتدایی وارد لیسه نظامی شد و بعد تحصیلات عالی را در حربی پوهنتون در سال (1326 ش ــ 1947 م) تمام کرد اما در روز توزیع شهادت نامه ها به اتهام قصد ترور سپهسالار شاه محمود خان وزیر دفاع مدت پنج سال زندانی شد (1950 میلادی). او در زندان با دو نفر  یک جا می شود، یکی نفراز مردمان قبائلی پشتون که مدتی را در چین گذرانده بود و "بعد در دارالتحریر شاهی به صفت ترجمان ایفای وظیفه می کرد و به اتهام نا معلومی زندانی گردید" ؟؟؟  و شخص دومی  ببرک کارمل است، روی همین دلیل کارمل همیشه می گفت: "من و خیبر نزد یک استاد زانو زده ایم" .

احسان لمر

اکبر خیبر