Select/Deselect all list
Click on the keyboard if you do not have the correct keyboard layout.
قاموس بایوگرافیکی افغانستان
نوع محتوابیوگرافی مختصرتصویراسم
قاموس بایوگرافیکی افغانستان

​هرات کې وزېـږېـد او مصر ته د خپلو تحصیلاتو لپاره لاړ. په ۱۹۲۵ز کال کې بـېـرته کابل ته راستون سو. له ۱۹۲۷- تر ۱۹۳۱ز کال پورې د انیس د ورځپاڼې بنسټ ایښودونکی او ناشر، انیس لومړنۍ خپلواکه/ مستقله ورځپاڼه وه.

غلام محي الدین انیس د ۱۹۲۹ز کال د کورنۍ جگړې په لړ کې د انیس ورځپاڼه له پکتیا څخه چاپوله. هم د حبیب الله کلکاني او هم د یحیی خیلو مخالف وو. د نادر د واکمنۍ په لومړي سر کې زندان ته واچول سو او په ۱۹۳۸ز کال کې په زندان کې وفات سو. د غلام محي الدین انیس عمده ادبي اثر (بحران و نجات) نومـېـږي چې په ۱۹۳۱ز کال کې په کابل کې چاپ سو او موضوعات ﺌـې د ۱۹۲۹ز کال د کورنۍ جگړې پر شپول راڅرخي.

لیکوال: لودویگ آدمک
ژباړونکي: رحمت آریا

انیس غلام محي الدین