Select/Deselect all list
Click on the keyboard if you do not have the correct keyboard layout.
قاموس بایوگرافیکی افغانستان
نوع محتوابیوگرافی مختصرتصویراسم
قاموس بایوگرافیکی افغانستان

​ډاکټر میر محـمد امین فرهنگ د میر محـمد صدیق فرهنگ زوی په ۱۹۳۸ز کال کې په کابل کې زېـږېـدلی دئ.  له ۱۹۴۵ تر ۱۹۵۷ز کال پورې د استقلال لیسې ته تللی او له ۱۹۵۸ تر ۱۹۶۲ز کال پورې ﺌـې د کابل په پوهنتون کې اقتصاد لوستی دئ.
له ۱۹۶۴ تر ۱۹۷۴ز کال پورې ﺌـې د « کولن» [ ] په پوهنتون کې اقتصاد لوستی او دکتورا ﺌـې تر لاسه کړه. له ۱۹۷۴ تر ۱۹۷۸ز کال پورې د کابل پوهنتون استاد. په کابل کې د «وحدت ملي» یو له بنسټ ایښودونکو څخه. د ۱۹۷۸ز کال د آگست له میاشتې، د ۱۹۸۰ز کال د جنورۍ تر میاشتې پورې زندانی سوی دئ. په ۱۹۸۱ز کال کې د جرمني (بوکم) [ ] ته تللی دئ. (د افغانستان د آزادۍ لپاره د مبارزې په لارې کې د اتحاد د پیاوړتیا د سازمان) [ ]  OSULA  د اجراﺌـیوي شوری غړی. د جرمني په بوکم کې د (رور) پوهنتون [ ] همکار. په فرانسوي، جرمني او انگلیسي خبرې کوي. (د ملکې حمیرا له ناسکه خور) زهرې سره ﺌـې وادﮤ کړی دئ او د بلقیس او لیلا په نومونو دوه لوڼې لري.
لیکوال: لودویگ آدمک
ژباړونکي: رحمت آریا

امین فرهنگ