Select/Deselect all list
Click on the keyboard if you do not have the correct keyboard layout.
قاموس بایوگرافیکی افغانستان
نوع محتوامعلومات مکملترکارکرد هابیوگرافی مختصرتصویراسم
قاموس بایوگرافیکی افغانستاناعليحضرت امان الله خان غازی، رهبری که 
عاشق ميهن، استقلال و مردمش بود

مهمترین کارنامه اش، حصول استرداد استقلال و حاکمیت ملی درافغانستان در1919بود. و بعد از ده سال تلاش و خدمت در راه تحقق تحولات اجتماعی وفرهنگی دراین کشور، سرانجام بنابر دسایس و توطیه های انگلیس ، از سوی روحانیون اجیر ودشمن ترقی وتحول  سقوط کرد وبجای او یک نفر دزد مشهور به حبیب الله کلکانی قرارگرفت که از دست او رهزنان همراهش « از ناموس  داری نشانی نماند»، کشور را برای پنجاه سال از کاروان مدنیت به عقب انداخت.

د افغانستان پادشاه. په ۱۸۹۲ز کال کې زېـږېـدلی دئ. له علیا حضرتې څخه د امیر حبیب الله خان دریم زوی. په ۱۹۱۴ز کال کې ﺌـې د سردار محـمود طرزي له لور ثریا سره چې مور ﺌـې د محمود طرزی سوریايي مـېـرمن وه  وادﮤ وکړ. د مدرنیزم نظریات ﺌـې ومنل چې د ځوانو درباریانو او روڼ اندو په منځ کې ﺌـې محبوبیت وموند.  کله چې په ۱۹۱۸ – ۱۹۱۹ز کال کې دربار په جلال آباد کې خپل ژمني استوگنځي ته لاړ دی په کابل کې د کابل د والي په توگه پاتې سو. کله چې امیر حبیب الله د ۱۹۱۹ز کال د فبرورۍ په میاشت کې ووژل سو دی په دې پیاوړي دریځ کې وو چې د وسلتون، خزانې او گودامونو کنترول ﺌـې په لاس کې وو.

دﮤ ځان امیر اعلان کړ خپل اکا نصرالله ﺌـې غاصب اعلان کړ او هغـه ﺌـې د خپل پلار د قتل په پـېـښې کې په لاس لرلو تورن کړ. په کابل او جلال آباد کې سرتـېـرو د امان الله خان خوا ونیوله او په دې توگه نصرالله مجبور سو چې تسلیم سي.  د فبرورۍ د میاشتې په ۲۷ نـېـټې (د ۱۲۹۹ل کال د کب ۹) امان الله رسماً د تگاو د ملا په لاس سلطنتي تاج پر سر کښـېـښود او اعلان ﺌـې وکړ چې سردار عنایت الله د تاج له مدعا څخه صرف نظر کړی او نصرالله یو غاصب دئ. د اپریل د میاشتې په ۱۳ نـېـټې امان الله په کابل کې په ځانگړي دربار کې محکمه جوړه کړه، په دې محکمې کې د امیر حببیب الله د قتل د تورنو محکمه پیل سوه چې په پای کې یو ډگروال شاه علي رضا د مرگ په سزا محکوم او اعدام سو. سردار نصرالله او نور په حبس ابد محکوم سول.  اعلیحضرت امان الله د عصري کولو یا مدرنایزیشن په شنډو او ناکامو هڅو او د برتانیې په بریالیو ننگولو سره چې پایله ﺌـې د افغانستان په بشپړ استقلال واوښتله خورا ډېـر شهرت تر لاسه کړ. د انگلیس – افغانستان اړیکي له شخص واکمن امیر سره د منعقد سویو معاهداتو پر بنسټ وې نـﮥ د هغـﮥ له سلطنتي کورنۍ او یا د افغانستان له دولت سره. له دې کبله کله چې امان الله د سلطنت پر تخت جلوس وکړ هغـﮥ د انگلو – افغان د اړیکو د په رسمیت پـېـژندلو،  د افغانستان د استقلال او په نړۍ والو اړیکو کې د عمل د آزادۍ غوښتـنه وکړه. خو د برتانوي هند دولت د تړون د خبرونو اترو اړتیا ته کومه لـېـوالتیا نـﮥ درلودله په دې توگه په لومړۍ نړۍ والې جگړې کې د حبیب الله خان د ناپییلتوب لپاره د پام وړ غراماتو د ترلاسه کولو لپاره د افغانانو هـېـلې په اوبو کې لاهو سوې او جگړې ته چمتو والی پیل سو او د انگلو – افغان د دریمې جگړې پـېـښـېـدل ﺌـې خپلې لوړې درجې ته ورسول. د جنرال نادر خان تر مشرۍ لاندې افغان سرتیرو یو شمـېـر سیمې ونیولې او همدا شان برتانوي ځواکونو په ختیځو او سویلي محاذونو کې پرمختگ وکړ خو د هندوستان په افغان سرحد کې د قباﺌـیلو د عمومي پاڅون له ویرې برتانوي دولت سولې ته غاړه کښـېـښودله او پر افغانستان باندې له سلطې موندلو څخه لاس پر سر سو.
دغې بریا امان الله خان ته زښت ډېر او د پام وړ پرستیژ او حیثیت ددﮤ په خپل هـېـواد او په ټول ختیځ کې ورپه برخې کړ. امان الله د خلکو، په ځانگړې توگه د ملایانو د احساساتو ته په نـﮥ پام لرلو سره د خپلو اصلاحاتو په چټکو پلي کولو پیل وکړ. په ۱۹۲۴ز کال کې د پغمان لویې جرگې د امان الله خان ټول اقدامات منظور کړل. امان الله خان د څو ښورښونو له پارېـدلو څخه هـېـڅ گټه پورته نـﮥ کړه تر ټولو مهم  ښورښ د ۱۹۲۴ز کال د خوست ښورښ وو (چې مشري ﺌـې عبدالله احمدزي، مشهور په گوډ ملا کوله) او امان الله خان د خپلو ټولنیزو او تعلیمي اصلاحاتو لپاره خپل مالیات ولگول او له خپل وسله وال ځواک څخه غافل سو. اروپا ته د ۱۹۲۷- ۱۹۲۸ز کال د سفر پایله په دې واوښتله چې امان الله په خپلو دغو تمایلاتو کې اغراق وکړي، په ځانگړې توگه  باور دا دی چې له کمال اتاترک سره د هغـﮥ د لیدنې په پایله کې د امان الله اصلاحي لیوالتیا زښته ډېره سوه (سره له دې چې کمال اتاترک ورته ویلي ول چې په خپلو اصلاحي ریفورمونو کې دې منځلاری/ میانه ور اوسي). افغانستان ته له راستنیدلو وروسته ﺌـې په پغمان کې لویه جرگه راوبلله  او خپل یو شمـېـر بنسټیز رادیکال ریفورمونه ﺌـې جرگې ته معرفي کړل.  د ۱۹۲۸ز کال په مني کې شینوارو ښورښ پیل کړ او په دوی پسې ډېر ژر نورو قومونو ښورښونه وکړل. د کوهدامن له کلکانو څخه حبیب الله د ۱۹۲۸ز کال په دسمبر کې او بیا د ۱۹۲۹ز کال په جنورۍ کې په کابل باندې بریدونه وکړل. امان الله چې په شدت تر فشار لاندې راغی د جنورۍ په ۱۴ نـېـټې اعلان وکړ چې له خپل سلطنت څخه د عنایت الله خان په گـټې تـېـرېـږي او کندهار ته وتـښـتـېـد.  امان الله خان په کندهار کې هڅه وکړه چې د دراني سلسلې ملاتړ راټول کړي او خپله استعفی ﺌـې لغو کړه. د اپریل په میاشت کې ﺌـې د کابل پر لور پرمختگ وکړ خو د غلزیو د دښمنۍ له کبله غزني ته نـېـږدې په شا وتمبول سو او په مقر کې ﺌـې ماته وخوړله. امان الله خان د مې د میاشتې په ۲۳ نـېـټې په پټه له خپلې کورنۍ سره چمن ته ورسـېـد او د ۱۹۲۹ز کال د جون د میاشتې په ۲۲ نـېـټې له بمبـﺌـي څخه د ایټالیې پر لور په کښـتۍ کې وخوځـېـد. د ۱۹۳۰ز کال د نوامبر په میاشت کې ﺌـې ایتالیا ته د ستنیدلو په لاره کې له اتاترک سره ولیدل. د ۱۹۳۳ز کال په جولای کې ﺌـې له استانبول څخه لیدنه وکړه. د ۱۹۳۳ز کال د نوامبر په میاشت کې له افغان تابعیت څخه محروم وگرځول سو. د ایتالیا دولت ورته د میاشتې ۱۵۰ پونډه مستمري ورکوله. په ۱۹۳۸ز کال کې انقرې ته د اتاترک په جنازې کې د گډون لپاره راغی.  په ۱۹۴۷ز کال کې ﺌـې له سلطنت څخه د انصراف لیک واستاوﮤ او د کابل په ورځپاڼو کې خپور سو. په ۱۹۴۹ز کال کې پخواني پادشاه امان الله له ظاهر شاه سره ولیدل، دغه لیدنه د پخلاینې لامل سوه. امان الله په ایتالیا او سویتزرلند کې د خپل مرگ تر نـېـټې پورې چې د ۱۹۶۰ز کال د اپریل ۲۶ نـېـټه ده، ژوند وکړ.   امان الله خان په جلال آباد کې د امیر حبیب الله خان تر څنگ د درندو مراسمو په ترڅ کې خاورو ته وسپارل سو.
لیکوال: لودویگ آدمک
ژباړونکي: رحمت آریا

امان الله خان غازی