انگلیسی | پښتو | شرح | معنی | نوعیت کلمه | ریشۀ لغت | تلفظ | اسم یا کلمه |
Electrocardiogram | الکتروکاردیوگرام یا د زړﮤ گراف: د ناروغ د زړﮤ د فعالیت د سنجولو لپاره کارول کــﭔـږي. د زړﮤ هر ټکان په یوﮤ الکتریکي ټکان یا ایمپالس پیل کيږي چې د زړﮤ ښۍ خواته حجراتو کې رامنځته کــﭔـږي.
الکترو کارډیو گرام د زړﮤ ټکانونه ثبتوي. د الکترو کارډیو گرام دا ثبتول کوم درد نــﮥ لري. ډاکټر له الکترو کارډیو گرام څخه د زړﮤ د بې نظمو ټکانونو، د زړﮤ د نــﭔـمگړتیاوو، د زړﮤ د کانالونو د ناروغیو، په زړﮤ کې د تړل شویو یا تنگ شویو رگونو، د زړﮤ د سکتې او د زړﮤ د سکتې د سوابقو د پــﭔـژندلو په هکله کار اخلي. د زړﮤ طبیعي ټکان یا ضربان په یوې دقیقې کې له ۵۰ تر سلو پورې وي. که تر دغو اندازو جگ یا ټیټ وي نو په زړﮤ کې د ناروغیو شوني والی لیدل کــﭔـږي. | | یا گراف قلب که تغیرات الکتری یا برقی عضله برروی آن ضبط میگردد.
| اسم | انگلیسی | /e.lek.tro.kaar.di.yo.graam/ | الکتروکاردیوگرام |