نوع محتوا | معلومات مکملتر | کارکرد ها | بیوگرافی مختصر | تصویر | اسم |
قاموس بایوگرافیکی افغانستان | اعليحضرت امان الله خان غازی، رهبری که
عاشق ميهن، استقلال و مردمش بود | مهمترین کارنامه اش، حصول استرداد استقلال و حاکمیت ملی درافغانستان در1919بود. و بعد از ده سال تلاش و خدمت در راه تحقق تحولات اجتماعی وفرهنگی دراین کشور، سرانجام بنابر دسایس و توطیه های انگلیس ، از سوی روحانیون اجیر ودشمن ترقی وتحول سقوط کرد وبجای او یک نفر دزد مشهور به حبیب الله کلکانی قرارگرفت که از دست او رهزنان همراهش « از ناموس داری نشانی نماند»، کشور را برای پنجاه سال از کاروان مدنیت به عقب انداخت.
| د افغانستان پادشاه. په ۱۸۹۲ز کال کې زېـږېـدلی دئ. له علیا حضرتې څخه د امیر حبیب الله خان دریم زوی. په ۱۹۱۴ز کال کې ﺌـې د سردار محـمود طرزي له لور ثریا سره چې مور ﺌـې د محمود طرزی سوریايي مـېـرمن وه وادﮤ وکړ. د مدرنیزم نظریات ﺌـې ومنل چې د ځوانو درباریانو او روڼ اندو په منځ کې ﺌـې محبوبیت وموند. کله چې په ۱۹۱۸ – ۱۹۱۹ز کال کې دربار په جلال آباد کې خپل ژمني استوگنځي ته لاړ دی په کابل کې د کابل د والي په توگه پاتې سو. کله چې امیر حبیب الله د ۱۹۱۹ز کال د فبرورۍ په میاشت کې ووژل سو دی په دې پیاوړي دریځ کې وو چې د وسلتون، خزانې او گودامونو کنترول ﺌـې په لاس کې وو. دﮤ ځان امیر اعلان کړ خپل اکا نصرالله ﺌـې غاصب اعلان کړ او هغـه ﺌـې د خپل پلار د قتل په پـېـښې کې په لاس لرلو تورن کړ. په کابل او جلال آباد کې سرتـېـرو د امان الله خان خوا ونیوله او په دې توگه نصرالله مجبور سو چې تسلیم سي. د فبرورۍ د میاشتې په ۲۷ نـېـټې (د ۱۲۹۹ل کال د کب ۹) امان الله رسماً د تگاو د ملا په لاس سلطنتي تاج پر سر کښـېـښود او اعلان ﺌـې وکړ چې سردار عنایت الله د تاج له مدعا څخه صرف نظر کړی او نصرالله یو غاصب دئ. د اپریل د میاشتې په ۱۳ نـېـټې امان الله په کابل کې په ځانگړي دربار کې محکمه جوړه کړه، په دې محکمې کې د امیر حببیب الله د قتل د تورنو محکمه پیل سوه چې په پای کې یو ډگروال شاه علي رضا د مرگ په سزا محکوم او اعدام سو. سردار نصرالله او نور په حبس ابد محکوم سول. اعلیحضرت امان الله د عصري کولو یا مدرنایزیشن په شنډو او ناکامو هڅو او د برتانیې په بریالیو ننگولو سره چې پایله ﺌـې د افغانستان په بشپړ استقلال واوښتله خورا ډېـر شهرت تر لاسه کړ. د انگلیس – افغانستان اړیکي له شخص واکمن امیر سره د منعقد سویو معاهداتو پر بنسټ وې نـﮥ د هغـﮥ له سلطنتي کورنۍ او یا د افغانستان له دولت سره. له دې کبله کله چې امان الله د سلطنت پر تخت جلوس وکړ هغـﮥ د انگلو – افغان د اړیکو د په رسمیت پـېـژندلو، د افغانستان د استقلال او په نړۍ والو اړیکو کې د عمل د آزادۍ غوښتـنه وکړه. خو د برتانوي هند دولت د تړون د خبرونو اترو اړتیا ته کومه لـېـوالتیا نـﮥ درلودله په دې توگه په لومړۍ نړۍ والې جگړې کې د حبیب الله خان د ناپییلتوب لپاره د پام وړ غراماتو د ترلاسه کولو لپاره د افغانانو هـېـلې په اوبو کې لاهو سوې او جگړې ته چمتو والی پیل سو او د انگلو – افغان د دریمې جگړې پـېـښـېـدل ﺌـې خپلې لوړې درجې ته ورسول. د جنرال نادر خان تر مشرۍ لاندې افغان سرتیرو یو شمـېـر سیمې ونیولې او همدا شان برتانوي ځواکونو په ختیځو او سویلي محاذونو کې پرمختگ وکړ خو د هندوستان په افغان سرحد کې د قباﺌـیلو د عمومي پاڅون له ویرې برتانوي دولت سولې ته غاړه کښـېـښودله او پر افغانستان باندې له سلطې موندلو څخه لاس پر سر سو. دغې بریا امان الله خان ته زښت ډېر او د پام وړ پرستیژ او حیثیت ددﮤ په خپل هـېـواد او په ټول ختیځ کې ورپه برخې کړ. امان الله د خلکو، په ځانگړې توگه د ملایانو د احساساتو ته په نـﮥ پام لرلو سره د خپلو اصلاحاتو په چټکو پلي کولو پیل وکړ. په ۱۹۲۴ز کال کې د پغمان لویې جرگې د امان الله خان ټول اقدامات منظور کړل. امان الله خان د څو ښورښونو له پارېـدلو څخه هـېـڅ گټه پورته نـﮥ کړه تر ټولو مهم ښورښ د ۱۹۲۴ز کال د خوست ښورښ وو (چې مشري ﺌـې عبدالله احمدزي، مشهور په گوډ ملا کوله) او امان الله خان د خپلو ټولنیزو او تعلیمي اصلاحاتو لپاره خپل مالیات ولگول او له خپل وسله وال ځواک څخه غافل سو. اروپا ته د ۱۹۲۷- ۱۹۲۸ز کال د سفر پایله په دې واوښتله چې امان الله په خپلو دغو تمایلاتو کې اغراق وکړي، په ځانگړې توگه باور دا دی چې له کمال اتاترک سره د هغـﮥ د لیدنې په پایله کې د امان الله اصلاحي لیوالتیا زښته ډېره سوه (سره له دې چې کمال اتاترک ورته ویلي ول چې په خپلو اصلاحي ریفورمونو کې دې منځلاری/ میانه ور اوسي). افغانستان ته له راستنیدلو وروسته ﺌـې په پغمان کې لویه جرگه راوبلله او خپل یو شمـېـر بنسټیز رادیکال ریفورمونه ﺌـې جرگې ته معرفي کړل. د ۱۹۲۸ز کال په مني کې شینوارو ښورښ پیل کړ او په دوی پسې ډېر ژر نورو قومونو ښورښونه وکړل. د کوهدامن له کلکانو څخه حبیب الله د ۱۹۲۸ز کال په دسمبر کې او بیا د ۱۹۲۹ز کال په جنورۍ کې په کابل باندې بریدونه وکړل. امان الله چې په شدت تر فشار لاندې راغی د جنورۍ په ۱۴ نـېـټې اعلان وکړ چې له خپل سلطنت څخه د عنایت الله خان په گـټې تـېـرېـږي او کندهار ته وتـښـتـېـد. امان الله خان په کندهار کې هڅه وکړه چې د دراني سلسلې ملاتړ راټول کړي او خپله استعفی ﺌـې لغو کړه. د اپریل په میاشت کې ﺌـې د کابل پر لور پرمختگ وکړ خو د غلزیو د دښمنۍ له کبله غزني ته نـېـږدې په شا وتمبول سو او په مقر کې ﺌـې ماته وخوړله. امان الله خان د مې د میاشتې په ۲۳ نـېـټې په پټه له خپلې کورنۍ سره چمن ته ورسـېـد او د ۱۹۲۹ز کال د جون د میاشتې په ۲۲ نـېـټې له بمبـﺌـي څخه د ایټالیې پر لور په کښـتۍ کې وخوځـېـد. د ۱۹۳۰ز کال د نوامبر په میاشت کې ﺌـې ایتالیا ته د ستنیدلو په لاره کې له اتاترک سره ولیدل. د ۱۹۳۳ز کال په جولای کې ﺌـې له استانبول څخه لیدنه وکړه. د ۱۹۳۳ز کال د نوامبر په میاشت کې له افغان تابعیت څخه محروم وگرځول سو. د ایتالیا دولت ورته د میاشتې ۱۵۰ پونډه مستمري ورکوله. په ۱۹۳۸ز کال کې انقرې ته د اتاترک په جنازې کې د گډون لپاره راغی. په ۱۹۴۷ز کال کې ﺌـې له سلطنت څخه د انصراف لیک واستاوﮤ او د کابل په ورځپاڼو کې خپور سو. په ۱۹۴۹ز کال کې پخواني پادشاه امان الله له ظاهر شاه سره ولیدل، دغه لیدنه د پخلاینې لامل سوه. امان الله په ایتالیا او سویتزرلند کې د خپل مرگ تر نـېـټې پورې چې د ۱۹۶۰ز کال د اپریل ۲۶ نـېـټه ده، ژوند وکړ. امان الله خان په جلال آباد کې د امیر حبیب الله خان تر څنگ د درندو مراسمو په ترڅ کې خاورو ته وسپارل سو. لیکوال: لودویگ آدمک ژباړونکي: رحمت آریا
| ![](http://www.afghan-dic.com:8080/Afg_especial/Shaah_meleka_Soraya.jpg) | امان الله خان غازی |
قاموس بایوگرافیکی افغانستان | نائب امين الله خان لوگری در تاريخ | | نائب امين الله خان لوگری در تاريخ معاصر کشور ما تعداد مردان بزرگ يکه شخصيت و کار نامه های در خشان ايشان طوری شايد و بايد معرفی نشده ، زياد است. از آنجمله يکی نايب امين اله خان لوگری میباشد که از شباب تا وفات درعرصه 60 سال مصالح ملت و مملکت را در نظر گرفت و با تمام قواء در مقابل بيگانگان مجادله و صرف مساعی کرده اند و نام او را به صفت غازی و مبارز ملی براي همیشه زنده و با افتخار نگاه داشته است. امين اله خان لوگری يکی از خوانين بزرگ قومی ، هنگام عروج بارکزایی ها و درآوان تهاجم اول انگليس بالای افغانستان ( 1839 م ) در ولایت لوګر هزاران مجاهد وسر سپرده در پهلوی خود داشت و در حدود 60 سال مورد احترام شاهان، امراء وزرآ و سران ملی قرار داشت. ولایت لوگر در جنوب کابل واقع است که مرکز آن در حدود 70 کیلومتر از پایتخت فاصله دارد مردم این ولایت مهمان نواز وپاک دل ومبارز وبدون هرنوع تبعیض در پهلوی همدیگر حیات به سر میبرند | ![](http://www.afghan-dic.com:8080/DocLib3/amin_logari.jpg) | امين الله خان لوگری |
قاموس بایوگرافیکی افغانستان | تکمله ای برکتاب: حبیب الله کی بود،عیاری از خراسان یا دزدی از کلکان؟ | زمانیکه
افغانها استقلال شانرا بعد از سه جنگ به زور مردم
بدست آوردند کمپنی انگلیسی برای تخریب افغانستان دزد و جنایتکاری را
از زندان پیشاور بنام بچۀ سقو آزاد کرده با
پول واسلحه به افغانستان کسیل داشت وبه پشتیبانی کمپنی
شرقی انگلستان این دزد برسر قدرت آمد انگلیس ها بوسیلۀ اوتمام نهاد های
دوره امانی را با پیشروی نهضت روشنفکری دوره امانی که در
ایجاد ترقی و تعالی افغانستان سهم بارز داشت ویران کرد. لطفآ برای
معلومات مزید به لینک که بطرف چپ قرار دارد مراجعه کنید. | په کوهدامن کې سرای خواجه ته نـېـږدې د کلکانو د کلي یو تاجیک دئ. د امین الله زوی د ۱۸۹۰ز کال په شاو خواوو کې زېـږېـدلی دئ؛ پلار ﺌـې امین الله یو سقاو وو نو ځکه د سقاو د زوی یا بچـﮥ سقاو په نوم هم ډېـر یادېـږي. ویل کـېـږي مخکې له دې چې په ۱۹۱۹ز کال کې په کابل کې د جمال پاشا د کنډک په غړیتوب کې شامل سي، بـېـلابـېـلې نوکرۍ ﺌـې کړې وې. په ۱۹۲۴ز کال کې د منگلو له بغاوت سره د همدردۍ په پار ﺌـې دنده خوشې کړه. څو موده وروسته پـېـښـور، هندوستان، ته وتښـتـېـد. په ۱۹۲۸ز کال کې د ننگرهار د بغاوت پر مهال ﺌـې اعلیحضرت امان الله ته د خپل خدمت وړاندیز وکړ خو وروسته وتښـتـېـد او د دسمبر په ۱۴ نـېـټې ﺌـې د اعلیحضرت امان الله پر ضد د کوهستاني ځواک مشري وکړه. په لومړیو کې په شا وتمبول سو؛ حبیب الله خپلې هڅې بیا له سره ونیولې او د ۱۹۲۹ز کال د جنورۍ د میاشتې په ۱۸ نــېـټې د اعلیحضرت عنایت الله له تسلیم کـېـدلو وروسته د افغانستان د امیر په توگه اعلان سو. د غازي امیر حبیب الله خان، خادم دین رسول الله لقب ﺌـې خپل کړ او د ۱۹۲۹ز کال د اکتوبر تر میاشتې پورې ﺌـې د افغانستان پر یو شمـېـر برخو خپله واکمني خپره کړه خو په همدې میاشت کې د شاه ولي خان له پلوه له ارگ څخه وشړل سو. د ۱۹۲۹ز کال د نوامبر د میاشتې په لومړۍ نـېـټې تسلیم او اعدام سو. د سید حسین په نوم د چاریکارو یو شتمن ځمکوال د حبیب الله کلکاني د دفاع وزیر، عطاء الحق د باندنیو چارو وزیر او ورور ﺌـې شیرجان د دربار وزیر سو. د حبیب الله کلکاني د نیکونو او اجدادو په هکله معلومات لا تر اوسه روښانه نـﮥ دي خو خپلو کوهستاني ملاتړو ته رابن هود وو او نورو ته یو لوټمار او غل وو. د هغـﮥ په غلطه ادعا سوي ژوند لیک (آتو بایوگرافي) [ ] کې چې (زما ژوند : له داړه مارۍ تر پادشاهۍ) [ ] نومـېـږي (چاپ لندن : ۱۹۳۶ز کال) له دﮤ څخه د یوﮤ شوکمار او قطاع الطریق تصویر وړاندې کوي چې د کورنۍ جگړې په گډوډۍ کې واکمني قبضه کوي. په دې وروستیو کې د خلیل الله خلیلي له پلوه د حبیب الاسلام په نوم لیکل سوی کتاب له حبیب الله کلکاني څخه یو مجاهد او د یوﮤ کافر پادشاه پر وړاندې د مقدسې جگړې جنگیالی جوړوي. حبیب الاسلام هڅه کوي د کلکاني واکمنۍ ته په دې ډول د مشروعیت جامه ور په تن کړي چې واکمني ﺌـې ددﮤ په ډول له نورو واکمنو سره په یوﮤ تصویر کې وړاندې کړي (لکه عثماني سلطان بایزید، مغولي سلطان اورنگ زیب او «شهزاده هنري» [ ] چې له گڼو پـېـښو وروسته د انگلستان پادشاه کـېـږي) دغه سلاطین ټول له یوې مخې قاتلین، قماربازان او د لویو لارو شوکماران ول. لیکوال: لودویگ آدمک ژباړونکي: رحمت آریا حبیب
الله مشهور به بچه سقاو در تاریخ کشور به حیث یک دزد، راهزن، جاهل، ضد
تمدن وفرهنگ، ضد دانش و مکتب و کسب تحصیل و نوکر ارتجاع و آلۀ دست انگلیس
تثبیت شده است و هیچکس او را منحیث یک عیار و یک جوانمرد و حافظ ناموس و
جان و مال خود نشناخته اند، و برای مردم کابل و هیچ یک از اهالی کوهدامن
مایه افتخار نیست. او با دسایس انگلیس در تبانی با عناصر مرتجع و همکاری
روحانیون وابسته به انگلیس برضد رژیم مترقی امانی اغتشاشی را در دسمبر 1928
براه انداخت ودر17 جنوری آنرا سقوط داد. فیض محمدکاتب هزاره ، اغتشاش پسرسقو را «انقلاب
فجیعت بار» نامیده علاوه میکند که « بين ملت مخالفت لاينحلی را حادث
ساخته، توليد نفاق و شقاق نمود و اساس تخريب بلاد و تقاتل عباد نهاده، بغض و
فحشاء را پديدار کرد وجمهور سکنه در ورطه مشقت و قتل وغارت واسارت افتاد.» | ![](http://www.afghan-dic.com:8080/Afg_especial/habib-kalakani.jpg) | حبیب الله کلکانی |
قاموس بایوگرافیکی افغانستان | | | (د امیر عبدالرحمن خان او امیر حبیب الله خان د مستوفی الممالک) محـمد حسین خان زوی په ۱۹۰۹ز کال کې د کابل بابر باغ ته نـېـږدې زېـږېـدلی دئ. مور ﺌـې د صافي په قبـیـلې پورې اړه درلوده او پلار ﺌـې (د عبدالرحیم اوښی چې په ۱۹۲۹ز کال کې د هرات والي وو) یو له ډېـرو معتـمدو او د درنښت وړ درباریانو څخه وو چې په ۱۹۱۹ز کال کې د امیر حبیب الله خان له وژل کـېـدلو لږ وروسته ووژل سو. خلیلي دا مهال یولس کلن وو. له دې مخکې په اووﮤ کلنۍ کې ﺌـې مور مړه سوې وه، نوموړي د خپل مور او پلار د یاد په درنښت قصاید ولیکل او دا قصاید ددﮤ په اشعارو کې د هغـﮥ شهکار دئ. د پلار له وژل کـېـدلو وروسته اړ سو چې د کوهستان په غرونو کې د خپلونو نیکونو کور کې پناه واخلي. خلیلي وکولی سول چې لیک لوست په خپله زده کړي او په هماغـﮥ تنکي عمر کې ﺌـې د شعرونو حفظ کول پیل کړل. کله چې حبیب الله کلکاني واکمنۍ ته ورسـېـد خلیلي ته په کابل او مزار شریف کې یو شمـېـر مهم مقامونه وسپارل سول. په ۱۹۲۹ز کال کې د حبیب الله کلکاني له پرځـېـدلو وروسته خلیلي د دریو میاشتو لپاره په شوروي اتحاد کې تاشکند ته پناه یوړله. کله چې اعلیحضرت نادر خپل سلطنت اعلان کړ، خلیلي کابل ته راستون سو. خلیلي له خپل ماما عبدالرحیم خان سره چې مشهور جنرال او پیاوړ سړی وو، هرات ته لاړ. خلیلي په هرات کې له علماوو او شعراوو سره په ډېره نـېـږدې اړیکه کې سو او د هغوی اغـېـز ورباندې پریوت. په هرات کې ول چې د خلیلي ادبي استعداد لا وده وکړه. خلیلي خپل لومړی اثر «د هرات تأریخ» ولیکـﮥ چې ډېرو کسانو دا اثر وستایـﮥ. په دې پسې خلیلي د صدارت عظمی په دارالانشاء کې کار وکړ. خلیلي په تدریج سره مشهور شاعر سو. په ۱۹۴۴ز کال کې خلیلي، ماما ﺌـې او ټوله کورنۍ په دې شک زندان ته واچول سول چې گڼې د صافیانو د پاڅون پرمهال دوی د خپلې قبیلې ملاتړ کړی دئ. کله چې له زندانه آزاد سو، خلیلي په کندهار کې تر هغو په تبعید کې ژوند وکړ چې په ۱۹۴۸ز کال کې د کابل پوهنتون د ادبیاتو په پوهنځي کې د مُدَرس په توگه وگومارل سو. په ۱۹۴۹ز کال کې د شاه محمود د کابینې منشي. په ۱۹۵۱ز کال کې د اطلاعاتو او نشراتو وزیر. په ۱۹۵۳ز کال کې د اعلیحضرت محـمد ظاهر شاه د اطلاعاتو او نشراتو مشر سلاکار. په ۱۹۵۶ز کال کې له جبل السراج څخه د ولسي جرگې لپاره د ولسي جرگې غړی وټاکل سو. د (وحدت ملي) د منځلاري گوند بنسټ ایښودونکی او رﺌـیس. شپږ میاشتې وروسته ﺌـې په سعودي عربستان کې د سفیر په توگه وټاکل سو. د تأریخي ټولنې غړی او د کابل پوهنتون د پاړسي ادب پوهاند. له ۱۹۶۹ تر ۱۹۷۸ز کال پورې د عراق سفیر. د غوايي له پاڅون وروسته ﺌـې د مارکسیستي واکمنۍ پر ضد ﺌـې مخالفت وښود. په ۱۹۸۴ز کال کې د پاکستان د ولسمشر سلاکار وگومارل سو. اوس ۱۹۸۵ز کال د پاکستان په اسلام آباد کې ژوند کوي. خلیلي ټولټال ۵۴ کتابونه، د افغانستان په هکله یو مونوگراف او همدا شان د سولې او آزادۍ په هکله ﺌـې مقالات لیکلي دي. د یو شمـېـر اشعارو ټولگه ﺌـې په څلورو ټوکونو کې چاپ سوې ده. د خلیلي آثار د آسیا او اروپا په ادبي کړیو کې شهرت لري. افغانان او ایرانیان ﺌـې د معاصري پاړسۍ ستر شاعر گڼي. خلیلي ته په کور دننه او له هـېـواده دباندې یو شمـېـر اکاډیمیک مډالونه ورکړل سوي او په افغانستان او فرانسې کې ﺌـې لوړ ترینه اکاډیمیک مډالونه تر لاسه کړي دي. خلیلي یو کتابتون لري چې شل زره ټوکه کتابونه لري؛ دا د دﮤ د ټول ژوند "یوازینۍ پانگه" ده چې د خپل کار او ژمنې په مټ ﺌـې راټوله کړې ده. د خلیل الله خلیلي وروستـنی چاپي اثر د حبیب الله کلکاني په هکله دی چې «عیارې از خراسان» نومـېـږي. د خلیلي د دیوان لومړۍ او دوهمه برخه په تهران کې په ۱۹۶۰ او ۱۹۷۵ز کال کې چاپ سوه او دریمه برخه ﺌـې په ۱۹۸۴ز کال کې په پاکستان کې چاپ سوه. لیکوال: لودویگ آدمک ژباړونکي: رحمت آریا | ![](http://www.afghan-dic.com:8080/DocLib3/khalili_khalilullah.JPG) | خلیل الله خلیلي |
قاموس بایوگرافیکی افغانستان | | | د عبدالغفور برشنا زوی په ۱۹۳۳ز کال کې زېـږېـدلی دئ. په جرمني کې ﺌـې تحصیلات وکړل او مشهور ودانۍ جوړوونکی سو. د ودانیزو چارو د دستگاه رﺌـیس. د ښاري پلان جوړوني رﺌـیس. د فواﺌـد عامې په وزارت کې د ښارگوټو او ودانیو جوړولو رﺌـیس. له مـېـرمن شیما سره ﺌـې وادﮤ کړی دئ. مورنۍ ژبې ﺌـې جرمني او دري دي. له ۱۹۸۱زکال راهیسي په جرمني کې اوســېـږي. لیکوال: لودویگ آدمک ژباړونکي: رحمت آریا
| ![](http://www.afghan-dic.com:8080/DocLib3/abdullah_breshna.JPG) | عبدالله برشنا |
قاموس بایوگرافیکی افغانستان | عبدالله خان اچکزائی آغازگر قیام کابل در1841 | | عبدالله خان اچکزائی آغازگر قیام کابل در1841
| | عبدالله خان اچکزائی |
قاموس بایوگرافیکی افغانستان | | | د عبدالله زوی په ۱۹۵۰ز کال کې د میمنې په بلچراغ کې زېـږېـدلی دئ. په میمنې او د کابل د حـبـيـبـیـې په لیسې کې ﺌـې زده کړې کړي دي. له ۱۹۶۸ تر ۱۹۶۹ز کال پورې د (آیووا په سپنسر کې د فیلو شیپ زده کوونکی) . د حـبـيـبـیـې له لیسې څخه له فراغت وروسته د کابل پوهنتون د طب په پوهنځي کې شامل سو. په ۱۹۷۷ز کال کې ﺌـې په (اندیدیاناپلس)[ ] کې د «اندیانا له پوهنتون» [ ] څخه خپله ماستري په تاکیسکالوژيیا زهر پـېـژندنې کې واخیستله؛ او په ۱۹۸۲ز کال کې ﺌـې خپله دکتورا په «ایپدیمولوژي» کې د «سیاتل د واشنگټن له پوهنتون» [ ] څخه واخیسته. د «فرد هچنسن د سرطان د تحقیقاتو د مرکز، ستاف ساینتست» . د «ایرلحم د نړۍ وال کلب د مسلمانو محصلینو د ټولنې» [ ]، د سیاتل اسلامي مرکز، د سیاتل اسلامي ښوونځي، او د افغان مرستې د سازمان رﺌـیس. د افغانستان د مالي مرستې رﺌـیس. مورنۍ ژبه ﺌـې پـښـتو ده. لیکوال: لودویگ آدمک ژباړونکي: رحمت آریا
| ![](http://www.afghan-dic.com:8080/DocLib3/faiz_kakal.jpg) | فیض الله کاکړ |
قاموس بایوگرافیکی افغانستان | | | د مـحـمد معصوم (میاجان) مجددي زوی په ۱۹۲۵ز کال کې په کابل کې زېـږېـدلی دئ. د حـبـيـبـیـې له لیسې څخه فارغ سوی دئ. د قاهرې د الازهر په پوهنتون کې ﺌـې د شپږو کالو لپاره د حقوقو او فقـﮥ/ قانونپوهنې برخه ولوستله او په ۱۹۵۳ز کال کې ﺌـې په دې برخې کې خپله ماستري تر لاسه کړه. د شپږو کالو لپاره ﺌـې د غازي، حبـیـبـیې، نجات او استقلال په لیسو کې د ښوونکي په توگه تدریس وکړ. په دارالمعلمینو کې د قران او اسلامي قانون/ شریعت ښوونکی او هم په کابل کې د لوړو اسلامي مطالعاتو په انسټیتیوت کې ښوونکی. له ۱۹۵۹ تر ۱۹۶۴ز کال پورې د کودتا او د شوروي د صدراعظم نیکیتا خروشچیف د وژلو د هڅې په تور زنداني سو. له ۱۹۶۸ تر ۱۹۷۰ز کال پورې ﺌـې د امریکا متحده ایالاتو ته سفر وکړ. له ۱۹۷۴ تر ۱۹۷۸ز کال پورې د کوپنهاگن د اسلامي مرکز مشر. د افغان د آزادۍ د ملي محاذ مشر. وادﮤ ﺌـې کړی او شپـږ زامن لري : نجیب الله، ذبیح الله، عصمت الله، عظیم الله، رحیم الله، عبدالله او صدیق الله. (عظیم الله په ۱۹۷۹ز کال کې په پـېـښور کې ووژل سو.) په عربي او انگلیسي خبرې کوي. اوس په پـېـښور کې مـېـشت دئ. لیکوال: لودویگ آدمک ژباړونکي: رحمت آریا
| ![](http://www.afghan-dic.com:8080/DocLib3/%DA%86%D9%87%D8%B1%D9%87%20%D9%87%D8%A7%DB%8C%20%D8%B3%DB%8C%D8%A7%D8%B3%DB%8C%20%D9%88%20%D9%86%D8%B8%D8%A7%D9%85%DB%8C/sebgat_mojadadi.jpg) | مجددي صبغت الله |
قاموس بایوگرافیکی افغانستان | | | د میر محـمد کاظم زوی، په ۱۹۴۲ز کال کې په کابل کې زېـږېـدلی دئ؛ ( میر محـمد کاظم : د میر محـمد هاشم زوی او میر محـمد هاشم د اعلیحضرت امان الله د دوران د مالیې وزیر وو.) په ۱۹۵۹ز کال کې د حبـیـبـیې له لیسې څخه او په ۱۹۶۳ز کال کې د کابل پوهنتون د اقتصاد له پوهنځي څخه فارغ سوی دئ. همدا شان ﺌـې په لویدیځ جرمني، سویتزرلند او آستریا کې تحصیلات کړي دي او په ۱۹۷۱ز کال ﺌـې خپله دکتورا واخیستله. پوهنمل؛ د کسب او کار د مدیریت کولو د دیپارتمنت مشر او تر ۱۹۷۸ز کال پورې د اقتصاد د پوهنځي رﺌـیس. د ۱۹۷۸ز کال د مې په میاشت کې ﺌـې له عزیز الله لودین سره یو ځای د (وحدت ِ ملي) بنسټ کښـېـښود. له ۱۹۷۸ تر ۱۹۸۰ز کال پورې د پلچرخي په زندان کې زنداني. په ۱۹۸۰ز کال کې ورته په لندن کې د افغان ملي بانک د اجراﺌـیوي مدیر د دندې وړاندیز وسو خو دا وړاندیز ﺌـې رد کړ او په جرمني کې ﺌـې سیاسي پناه وغوښتله. په ۱۹۸۱ز کال کې د لویدیځ جرمني په «فرانکفورت/ م» کې د افغان مهاجرو د ټولنې یو له بنسټ ایښودونکو څخه وو. له ۱۹۸۱ز کال راهیسي د امریکا په متحده ایالاتو کې ژوند کوي. لیکوال: لودویگ آدمک ژباړونکي: رحمت آریا - د ژباړونکي یادونه : د ډاکټر صاحب سید عبدالله کاظم نوم دوه ځله راغلی دئ. د کتاب په ۸۴ پاڼې کې لومړی ډاکټر سید عبدالله کاظم لیکل سوی او لنډه شرحه ﺌـې ورکړې ده خو ورپسې همدا نوم د ډاکټر سید محـمد کاظم په ډول لیکل سوی دئ. ددې کتاب کاپي نسخه چې ما ژباړونکي سره سته هغه د ډاکټر صاحب سید عبدالله کاظم د کتاب له مخې کاپي ده او هلته ډاکټر صاحب کاظم په خپل قلم اصلاح کړی چې د محـمد پرنوم ﺌـې اصلاحي کرښه کښلې او هغه ﺌـې په عبدالله تصحیح کړی دئ او تر څنگ ﺌـې په حاشیه کې لیکلي دي (اشتباهاً دو بار تکرار شده است). له دې کبله ما هم یوازې یوه او صحیح برخه ﺌـې رااخیسته ده ځکه پر لومړۍ باندې ﺌـې ډاکټر صاحب س.ع. کاظم کرښه ایستلې ده
| ![](http://www.afghan-dic.com:8080/DocLib3/kazem_abullah.jpg) | کاظم سید عبدالله |