Select/Deselect all list
Click on the keyboard if you do not have the correct keyboard layout.
مختصات افغانستان
نوع محتوامعلومات مکملتربیوگرافی مختصرتصویراسم یا کلمه
محققین و مؤلفینارواښاد الفت

ډیر تفـاوت شتـه په انسـان کـی د معنـی په لـحـاظ
واړه مصروف دی، ځینی ځان، ځینی جهان جوړوی
ښاغلی گل پاچا الفت د ښاغلی میرسید پاچا زوی په ۱۲۸۸ لمریز هجری کال کی د لغمان ولایت د عزیز خان کڅ په سیمه کی په یوه روښانه او منوره کورنی کی نړی ته سترګی وغړولی.
لومړنی زده کړی یی په لغمان کی پیل او د عربی ژبی قواعد، صرف، نحو، معانی، بیان، تفسیر، حدیث تعلیمات یی په ننگرهار او کابل کی سر ته ورسول.
لومړنی دنده یی په ۱۳۱۳ لمریز هجری کال کی د محمد ظاهر شاه په دوره کی د "انیس" د ورځپاڼی په اداره کی وه. وروسته د ادبی انجمن د تألیف او ترجمی دڅانګه غړی شو.
کله چی په ۱۳۱۶ لمریز کال کی پښتو ټولنه جوړه شوه ښاغلی الفت یی د غړیتوت سره د دغی ټولنی د نشراتی ارگان د "زیری" د جریدی د مسئول مدیر په توگه و گمارل شو.‌

الفت گل پاچا
قاموس بایوگرافیکی افغانستان
نوع محتوابیوگرافی مختصرتصویراسم
قاموس بایوگرافیکی افغانستان

​د میر سید پاچا زوی، په ۱۹۰۹ز کال کې د لغمان د عزیز خان په کڅ کې زېـږېـدلی دئ. زده کړې ﺌـې په اسلامیاتو کې کړي دي. په ۱۹۳۶ز کال کې د انیس د ورځپاڼې محرر. په ۱۹۳۶ز کال کې د پـښـتو ټولنې غړی. په ۱۹۳۷ز کال کې د «انجمن ِ ادبي» غړی. په ۱۹۳۸ز کال کې د «زیري» د ورځپاڼې مدیر. په ۱۹۴۰ز کال کې د پښتو په اکاډیمۍ کې د «هیمانات» مدیر. په ۱۹۴۱ز کال کې د پـښـتو د ژب ښوویې/ گرامر او ژبې د مدیریت مدیر. په ۱۹۴۲ز کال کې د اصلاح مدیر. په ۱۹۴۲ز کال کې د کابل مجلې مدیر. په ۱۹۴۷ز کال کې د اتحاد ِ مشرقي مدیر. په ۱۹۴۹ز کال کې په ننگرهار کې د قباﺌـیلو د چارو ولایتي مدیر.

په ۱۹۵۰ز کال کې د ملي شوری دوهم سکرتر. د ۱۹۵۶ او ۱۹۶۴ز کلونو د لویو جرگو غړی. په ۱۹۵۷ز کال کې د پښتو اکاډیمۍ رﺌـیس. په ۱۹۶۳ز کال کې د قباﺌـیلو د ریاست رﺌـیس. د ولسي جرگې او ۷ او ۸ دورو غړی. د ولس د خپرونې څښتن او محرر. د ويـښ ځلمیانو یو له بنسټ ایښودونکو څخه دئ. په لیکوالۍ کې ﺌـې د خوشحال خان او ابن سینا  جوایز تر لاسه کړي دي. د پښتو یو له مشهورو شاعرانو څخه دئ. گل پاچا الفت ځانته لیکنیز سبک لري چې د خپلې ښکلا، ساده گۍ او ژورې معنی ځانگړی راښکون/ جذابیت لري او خلک ورته لیوال دي. الفت یو ټولنیز کره کتونکی / نقاد او سیاسي لیکوال دئ. په خپلو لومړنیو لیکونو کې یو ډېـر ټینگ نشنلیست دئ او د خپل ژوند په منځنیو کلونو کې لزوماً د اخلاقي ارزښتونو پر شپول راځي خو د ژوند په وروستیو کلونو کې منحصراً یو مذهبي لیکوال گرځي. ددﮤ له مړینې وروسته ددﮤ د اشعارو ټولگه اکثراً دیني اشعار دي او یو نثر ددﮤ په کاغذونو کې وموندل سول. الفت د ۱۹۷۷ز کال د دسمبر په شلمې نـېـټې وفات سو. الفت پینځه زامن او یوه لور لري. مـېـرمن ﺌـې په پــېـښـور کې په هجرت کې وفات سوه. مورنۍ ژبه ﺌـې پښتو وه.

لیکوال: لودویگ آدمک
ژباړونکي: رحمت آریا

الفت گل پاچا