Select/Deselect all list
Click on the keyboard if you do not have the correct keyboard layout.
قاموس بایوگرافیکی افغانستان
نوع محتوابیوگرافی مختصرتصویراسم
قاموس بایوگرافیکی افغانستان

​د غلام احمد زوی او د اعتماد الدوله سردار عبدالقدوس لمسی په ۱۹۲۱ز کال کې په کندهار کې زېـږېـدلی دئ. د استقلال له لیسې فارغ سوی دئ.  د معارف په وزارت کې رسمي مأمور. په ۱۹۴۶ز کال کې د باندنیو چارو د وزارت رسمي مأمور.  په ۱۹۴۷ز کال کې په لندن کې د افغانستان د سفارت لومړی سکرتر. په واشنگټن ډي. سي. کې د سفیر نعیم تر لاس لاندې لومړی سکرتر. په ۱۹۶۲ز کال کې د باندنیو چارو په وزارت کې سکرتر جنرال؛ د پروتوکول د مشر مرستیال؛ د اقتصادي اړیکو مدیر؛ د سیاسي چارو عمومي مدیر. د اساسي قانون د تسوید د کمیټې غړی.

د ۱۹۶۴ز کال د لویې جرگې غړی. د اساسي قانون ملاتړ ﺌـې وکړ خو د قانون په ۲۴ مادې باندې ﺌـې خپل قید او شرط درلود چې د پادشاه نـېـږدې خپلوان ﺌـې له وزیر کـېـدلو څخه منع کول. په ۱۹۶۴ز کال کې په کراچۍ کې د افغان سفارت سفیر. په ۱۹۶۶ز کال کې لومړی مرستیال صدراعظم، او په ۱۹۶۵ز کال کې د باندنیو چارو وزیر. د ملگرو ملتونو د پینځمې او دیارلسمې عمومي اسامبلې پلاوی. له ۱۹۶۷ تر ۱۹۷۱ز کال پورې صدراعظم او د باندنیو چارو وزیر. په ۱۹۶۷ز کال کې ﺌـې د ملگرو ملتونو د عمومي اسامبلې د ناپـیــیـلو هـېـوادونو په غونډه کې گډون وکړ. په ۱۹۷۰ز کال کې ﺌـې په زامبیا کې د لوساکا په کنفرانس کې گډون وکړ. له ۱۹۷۱ تر ۱۹۷۳ز کال پورې د روم سفیر؛ په ۱۹۷۳ز کال کې د مسکو سفیر؛ په ۱۹۷۶ز کال کې د اسلام آباد سفیر. د ۱۹۷۸ز کال د اپریل د میاشتې په ۲۴ نـېـټې ولسمشر داؤود د مشورې لپاره بلنه ورته وکړه. د غوايي له پاڅون وروسته ونیول سو او ویل کـېـږي چې د ۱۹۷۹ز کال د آگست د میاشتې په لسمې نـېـټې په مخفي ډول اعدام سو. وادﮤ ﺌـې کړی او درې زامن لري.

لیکوال: لودویگ آدمک
ژباړونکي: رحمت آریا

اعتمادي نور احمد