Select/Deselect all list
Click on the keyboard if you do not have the correct keyboard layout.
قاموس بایوگرافیکی افغانستان
نوع محتوابیوگرافی مختصرتصویراسم
قاموس بایوگرافیکی افغانستان

​په ۱۹۲۴ز کال کې په کابل کې زېـږېـدلی دئ. (مور ﺌـې د نادر شاه خور وه). د کابل د استقلال له لیسې څخه فارغ سوی دئ. په ۱۹۴۹ز کال کې ﺌـې خپل لیسانس د کابل له پوهنتون څخه په حقوقو کې  تر لاسه کړ. په ۱۹۴۹ز کال کې د باندنیو چارو په وزرات کې د نړۍ والو اړیکو د څانگې غړی.

له ۱۹۵۰ تر ۱۹۵۱ز کال پورې په ملگرو ملتونو کې د افغان داﺌـمي استازیتوب اتشه.  له ۱۹۵۳ تر ۱۹۵۵ز کال پورې په روم کې د افغانستان سفارت لومړی سکرتر. له ۱۹۵۶ تر ۱۹۵۷ز کال پورې د باندنیو چارو په وزارت کې د پروتوکول د څانگې د مشر مرستیال. له ۱۹۵۷ تر ۱۹۶۰ز کال پورې په پراگ کې د افغان سفارت لومړی سکرتر. له ۱۹۶۰تر ۱۹۶۴ز کال پورې د باندنیو چارو په وزارت کې د پروتوکول د څانگې سرپرست مشر. له ۱۹۶۴ تر ۱۹۶۶ز کال پورې په ډیلي کې د افغان سفارت قـنـسـل. له ۱۹۶۶ تر ۱۹۷۰ز کال پورې د باندنیو چارو د وزارت د پروتوکول د څانگې مشر. په ۱۹۷۰ز کال کې د پولند سفیر. له ۱۹۷۵ تر ۱۹۷۸ز کال پورې د یوگو سلاویا سفیر. له مـېـرمن صفیې طرزي سره ﺌـې وادﮤ کړی وو خو وروسته ﺌـې له صالحې فاروق سراج سره وادﮤ وکړ (صالحه فاروق سراج : د مور له خوا په قوم د سلیمان خیلو د یحیی خیلو له څانگې څخه ده) او درې بچیان لري. له ۱۹۸۰ز کال راهیسې په جرمني کې ژوند کوي.

لیکوال: لودویگ آدمک
ژباړونکي: رحمت آریا

اعتمادي محـمد امین