Select/Deselect all list
Click on the keyboard if you do not have the correct keyboard layout.
قاموس بایوگرافیکی افغانستان
نوع محتوابیوگرافی مختصرتصویراسم
قاموس بایوگرافیکی افغانستان

​د غلام حیدر خان زوی او د سردار عبدالقدوس اعتماد الدوله لمسی په ۱۹۲۳ز کال کې په کابل کې زېـږېـدلی دئ (مور ﺌـې د امیر حبیب الله خان لور وه). د استقلال له لیسې فارغ سوی دئ. خپل لیسانس ﺌـې په بایولوژي او کیمیا کې د کابل له پوهنتون څخه تر لاسه کړی  دئ. خپله ماستري ﺌـې په فیزیالوژي کې د امریکا د متحده ایالاتو د اندیایا له پوهنتون څخه تر لاسه کړې ده. په ۱۹۴۶ز کال کې د کابل د شـپـې ښوونځیو مدیر.

له ۱۹۵۳ تر ۱۹۶۰ز کال پورې د یونسکو لپاره د افغان ملي کمیسیون سکرتر. له ۱۹۵۶ تر ۱۹۵۸ز کال پورې د ساینس، کرنې او د انجنیري د پوهنځیو رﺌـیس. له ۱۹۶۰ تر ۱۹۶۳ز کال پورې په واشنگټن ډي. سي. کې د افغان کلتوري دفتر رﺌـیس. له ۱۹۶۳ تر ۱۹۶۴ز کال پورې د معارف په وزارت کې د ثانوي تدریساتو د ریاست رﺌـیس. له ۱۹۶۴ تر ۱۹۶۵ز کال پورې د تعلیم او تربیې د انستیتیوت رﺌـیس. له ۱۹۶۵ تر ۱۹۶۷ز کال پورې د کابل پوهنتون رﺌـیس. له ۱۹۶۹ تر ۱۹۷۰ز کال پورې په بن کې د افغان سفارت کلتوري قـنـسـل. له ۱۹۶۴ تر ۱۹۷۰ز کال پورې ﺌـې د یونسکو په کنفرانسونو کې د افغانستان استازیتوب وکړ. د ۱۹۷۱ز کال د سپتمبر په اتمې نـېـټې د باندنیو چارو په وزارت  کې «خصوصي سلاکار» [ ]. د ولسمشر داؤود پر مهال ﺌـې کومه رسمي دنده ترهغو نـﮥ درلوده چې له ۱۹۷۴ز کال را وروسته ورته په پاریس کې د یونسکو په مرکز کې یو پُست ورکړل سو او تر ۱۹۸۴ز کال پورې په همدې کار پاتې سو. د سردار عنایت الله له لور مـېـرمن رقیې عنایت سراج سره ﺌـې وادﮤ کړی دئ او څلور بچیان لري. په ۱۹۸۵ز کال کې ﺌـې له یونسکو څخه تقاعد واخیست او په پاریس کې ژوند کوي.

لیکوال: لودویگ آدمک
ژباړونکي: رحمت آریا

اعتمادي توریـالی