Select/Deselect all list
Click on the keyboard if you do not have the correct keyboard layout.
قاموس بایوگرافیکی افغانستان
نوع محتوابیوگرافی مختصرتصویراسم
قاموس بایوگرافیکی افغانستان

​محـمد اسلم وطنجار د پکتیا ولایت د زرمتو د اندړ د قبیلې په یوې کورنۍ کې په ۱۹۴۶ز کال کې زېـږېـدلی دئ. په خپل کلي کې د لومړني ښوونځي له بشپړلولو وروسته په حربي ښوونځي کې شامل او په ۱۹۶۸ز کال کې فارغ سو. په ۱۹۷۱ز کال کې لومړی بریدمن. ویل کـېـږي چې د افغان ملت یو له ملاتړو څخه وو خو په پټه خلقی سوی وو.

 په ۱۹۷۳ز کال کې جگتورن. په ۱۹۷۵ز کال کې جگړن او د څلورمې زغره والې فرقې د یوﮤ کنډک بولندوی. د ۱۹۷۸ز کال د اپریل د میاشتې په ۲۶ نـېـټې ﺌـې له پلچرخي څخه د شوبلو/ټانکونو د یوﮤ قطار مشري وکړه او ارگ ﺌـې محاصره کړ. د ۱۹۷۸ز کال له اپریل څخه تر جون پورې د مخابراتو وزیر. د ۱۹۷۸ز کال د آگست په میاشت کې د کورنیو چارو وزیر. په ۱۹۷۹ز کال کې ستردرستیز. د ۱۹۷۹ز کال د اپریل په میاشت کې ددفاع وزیر. په ۱۹۷۹ز کال کې ﺌـې د ډگرمنۍ رتبې ته ارتقاء وکړه. د ۱۹۷۹ز کال د جولای په میاشت کې د کورنیو چارو وزیر. حفیظ الله امین له کاره برطرفه کړ اووطنجار مخفي سو. د ۱۹۸۰ز کال د جنورۍ په میاشت کې د مخابراتو وزیر. د سیاسي بیرو غړی؛ د مرکزي کمـېـټې منشي؛ او د انقلابي شوری د رﺌـیسه هـیـﺌـت غړی. مورنۍ ژبه ﺌـې پښتو وه.
لیکوال: لودویگ آدمک
ژباړونکي: رحمت آریا

اسلم وطنجار