نوع محتوا | بیوگرافی مختصر | تصویر | اسم |
قاموس بایوگرافیکی افغانستان | په ۱۹۲۶ز کال کې زېـږېـدلی دئ. په ۱۹۵۷ز کال کې ﺌـې د حقوقو او سیاسي علومو د فراغت سند تر لاسه کړی دئ. په ۱۹۴۳ز کال ﺌـې د مطبوعاتو په ریاست کې کار پیل کړی دئ. په ۱۹۵۲ز کال کې د مطبعې د ریاست د لومړۍ څانگې مدیر. په ۱۹۵۴ز کال کې د پوهنې نندارې مدیر. په ۱۹۵۵ز کال کې د نشراتو عمومي مدیر. په ۱۹۶۵ز کال کې د کلتوري اړیکو مشر او مدیر. په ۱۹۵۷ز کال کې د اصلاح سرمحرر. په ۱۹۵۹ز کال کې د نشراتو عمومي مدیر. په ۱۹۵۹ز کال کې د انیس د ورځپاڼې سرمحرر. له ۱۹۵۹ تر ۱۹۶۰ز کال پورې ددولتي مطبعې سرپرست رﺌـیس. له ۱۹۵۸ تر ۱۹۶۰ز کال پورې د افغان ژورنالیستانو د ټولنې رﺌـیس. په ۱۹۶۳ز کال کې د انیس د ورځپانې سرمحرر او رﺌـیس. په ۱۹۶۴ز کال کې آسترلیا ته د تحصیل لپاره لاړ. له ۱۹۶۳ تر ۱۹۶۵ز کال پورې د راډیو افغانستان رﺌـیس. په ۱۹۶۶ز کال کې د میدان والي. په ۱۹۶۸ز کال کې د فاریاب والي. په ۱۹۷۰ز کال کې د هرات والي. له ۱۹۷۱ – ۱۹۷۲ز کال پورې (د ډاکټر ظاهر په کابینې کې) د اطلاعاتو او کلتور وزیر. له ۱۹۷۴ تر ۱۹۷۵ز کال پورې د انیس د ورځپاڼې سرمحرر. په ۱۹۸۰ز کال کې هندوستان د جواهر لعل نهرو پوهنتون ته لاړ او د مـېـلمه پروفیسر په توگه کې ﺌــې هلته کار وکړ. د مینه پال او رښتین مډالونه ﺌـې اخیستي دي. مورنۍ ژبه : دري. وادﮤ ﺌـې کړی دئ. مـېـرمن ﺌـې نفیسه عباسي نومـېـږي. (لاندې شرحه وگورئ). لیکوال: لودویگ آدمک ژباړونکي: رحمت آریا
| ![](http://www.afghan-dic.com:8080/DocLib3/%DA%86%D9%87%D8%B1%D9%87%20%D9%87%D8%A7%DB%8C%20%D8%B3%DB%8C%D8%A7%D8%B3%DB%8C%20%D9%88%20%D9%86%D8%B8%D8%A7%D9%85%DB%8C/ebrahim_abasi.JPG) | ابراهیم عباسي |